ډېر ژر به د بغلان نساجی کارخونه په پوره توګه فعاله شی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):

د راپورونو له مخې د بغلان ولایتی چارواکو ویلی، دغه ولایت کې د نساجی کارخونې ځینې برخې ۸۰ سلنه فعالې شوې او ډېر ژر به یې پاتې چارې هم بشپړې شی.

د یادې فابریکې مسوولین وایی، د دغې کارخونې د پنبې پروسېس، تار او تیکې جوړولو ځینې برخې یې بېرته د پخوا په څېر فعاله کړې دی او دا مهال تر ۳ سوه ډېر کسان په کې په کار بوخت دی.

د نساجی کارخونې مرستیال عبدالمتین حنیفی ویلی، چې دا مهال د دغې کارخونې ځینې برخې فعالې شوی او د یو شمېر نورو پر فعالیدو کار په چټکۍ سره روان دی، چې ډېر ژر به دغه کارخونه په بشپړه توګه فعاله شی.

نوموړی زیاتوی، چې.اوسمهال په دغه کارخونه کې څه باندې ۳ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هیلې شته چې د پاتې برخې د کارونو په بشپړېدو سره به زرګونه نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.