کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) کابل ته د افغانیو د نوی بانکنوټونو د را رسېدو خبره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ کړې.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ هغه ویلی، امریکا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکی معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزی بانک لخوا تادیه شول.
ویسټ په یوه مجازی ناسته کې ویلی چې ډیر ژر به کابل ته د افغانیو نوی بانکنوټونه را ورسیږی.
ورته مهال د افغانستان بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر هم ویلی چې ډېر ژر به نوی چاپ شوی د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې خلک د پیسو له زړخته شکایتونه کوی، حکومت هم تر دې وړاندې د پیسو په سم ساتلو ټینګار کړی و، د دوی په وینا ځکه چې د نوو نوټونو چاپ کېدو ته یې امریکا اجازه نه ورکوی.
خو اوس وېسټ ویلی، چې ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوی بانکنوټونه ورسېږی.
گهیځ