ژمی او بیوزلی؛ د سوداګرۍ وزارت وایی ۴۰۰ زره ټنه ډبرو سکاره په تخفیف ورکوی

د لړم ۹مه او د نوامبر لومړۍ
کابل/ګهیځ:
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایی، د ژمی په رارسېدو سره به د کابل ښاریانو ته ۴۰۰ زره ټنه سکاره په تخفیف ورکړی.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلی، د ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د تېلو د بیو د کنټرول کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ به یو ټن سکاره په ۹ زره افغانیو پر خلکو پلورل کېږی.
جواد زیاته کړه چې یو میلیون ټنه ډیزل او پټرول، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم به، چې له روسیې څخه پیرل شوی، د روانې لړم میاشتې تر پایه افغانستان ته ورسېږی.
تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو سږنی ژمی کې د بشری ناورین د زیاتوالی خبر ورکړی او ویلی یې دی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړی کافی خواړه نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.