کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې، چې د زلزلې له امله ترکیه او سوریه کې ښایی د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ زره تنو ته ورسیږی.
دوی یادو هېوادونو سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې.
هند او پاکستان هم خپل همکار ټیمونه یادو هېوادونو ته استولی دی.
ترکیه کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې دوهمې زلزلې هم ولړزاوه، ترې وروسته دغه هېواد او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۵ زرو څخه واوښت.
رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلی، چې یوازې په ترکیه کې تر ۲۰ زرو ډېر کسان دغو زلزلو ټپیان کړی دی.
رسنیو د ځایی چارواکو له قوله زیاته کړې، چې لا هم د ودانیو په منځ کې د انسانانو د وېستلو عملیات روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ