ښایی په راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو نور اورښتونه هم وشی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې ښایی په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو د اورښت امکان ډېر وی.

د یادې ادارې ویاند رسنیو ته ویلی، چې د هېواد په غربی سیمو کې په زیاته کچه اورښتونه شوی او اوس مهال هم د هېواد په شرقی او شمال شرقی سیمو کې اورښتونه دوام لری.

د مسوولینو په خبره د ننګرهار، کونړ او نورستان سربېره،  په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو مرکزی ولایتونو کې د اورښتونو ډېر احتمال شته.

د یادې ادارې مسوولین زیاتوی، چې زموږ د معلوماتو له مخې، ښایی په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو امکان زیات وی.

بل لورته د یادو اورښتونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوی او په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راوتلی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت  وزارت ویلی، هېواد کې وروستیو اورښتونو د کب له لومړۍ نېټې تر اوسه ۸۳ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.