ښایی یو شمېر بهرنۍ موسسې بیا ځل افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره د بهرنیو موسسو یو شمېر مسوولینو له څو اونیو راهیسې لیدنې کتنې پیل کړې دی.
ویل کیږی چې دغو لیدنو_کتنو افغان لوری یو شمېر موسسې قانع کړی چې خپل کارونه بېرته پیل کړی.
د اطلاعاتو له مخې موسسو کې د اسلامی حجاب په مراعت سره محدودو ښځینه وو کارکوونکو پر کار رضایت څرګند شوی، چې له مخې به یې یو شمېر بهرنۍ موسسې له ځنډ وروسته افغانستان کې بیا ځل خپل فعالیتونه پیل کړی.
تر اوسه جوته نه ده چې مشخصاً کومو موسسو د بېرته فعالیت پیلولو هوډ کړی، خو دغو لیدنو_کتنو کې تر ډېره د هغو موسسو مسوولین شامل و، چې له افغان وګړو سره د لومړنیو بشری مرستو په رسولو کې همکاری کوی.
وړاندې تر دې د سرپرست افغان حکومت له لوری نا دولتی موسسو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګېد، چې له امله یې یو شمېر بهرنیو موسسو په اعتراضی بڼه خپل فعالتونه افغانستان کې ودرول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.