کابلوف وایی، د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌ بنسټه نه‌ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ویلی، تر هغې چې د افغانستان اوسنی چارواکی په رسمیت و نه پېژندل شی، سفیر یې هم نه‌ شی کولی چې روسیه کې د افغانستان په سفارت کې کار وکړی.
کابلوف زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌ بنسټه نه‌ دی.
نوموړی زیاته کړې، چې د افغانستان امنیتی وضعیت اوس هم ښه نه‌ دی او له خپلو هېوادوالو یې غوښتی، چې افغانستان ته سفر ونه‌ کړی.
د سرپرست حکومت ویاند بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی د څرګندونو په غبرګون کې د پراخ‌ بنسټه حکومت نه جوړېدو موضوع د هېواد کورنۍ مسله بللې او بهرنیو وګړو ته ډاډ ورکوی، چې افغانستان امن دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی، همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړې، سرپرست حکومت لېواله دی چې د افغانستان پوځی تجهیزات لکه توپونه او ټانکونه د روسی متخصصانو له لوری ترمیم شی، خو د سرپرست حکومت ویاند، د کابلوف دغه څرګندونې رد کړۍ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.