کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین په مشري د دې هېواد له دولتي پلاوي سره دوه اړخیزه ناسته کړې.
دې ناسته کې نورالدین عزیزي د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د ننداتون او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس پرانیستلو برخه کې د دې هېواد هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره دغه ډول پروګرامونه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ښکارندويي کوي.
دغه راز دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ګډې پانګونې جلبولو، د ترانزیت او صادراتو د حمل او نقل، ټرانسپورټ، بانکي موضوعاتو، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د تخنیکي او فرعي کمېټو په جوړېدو خبرې شوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/