کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر، نورالدین عزیزی په مشرۍ د افغانستان د دولتی او خصوصی سکتور ګډ پلاوی د قزاقستان د لومړی وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین په مشری د دې هېواد له دولتی پلاوی سره دوه اړخیزه ناسته کړې.
دې ناسته کې نورالدین عزیزی د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د ننداتون او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس پرانیستلو برخه کې د دې هېواد هڅې ستایلی او ویلی یې دی، چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره دغه ډول پروګرامونه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ښکارندویی کوی.
دغه راز دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ګډې پانګونې جلبولو، د ترانزیت او صادراتو د حمل او نقل، ټرانسپورټ، بانکی موضوعاتو، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د تخنیکی او فرعی کمېټو په جوړېدو خبرې شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ