دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د برښنا شرکت وایی، د ازبکستان په وارداتی برښنا کې د راپېښې شوې ستونزې له کبله به په کابل او ځینې نورو ولایتونو کې د لنډو ورځو لپاره پرچاوی وی.
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندی په یوه پیغام کې ویلی، چې د ازبکستان لخوا رسېدلی پیغام کې ورته ویل شوی چې برښنا یوه سرکټ د تخنیکی ستونزې له کبله غیر فعاله دی، چې دوه ورځې به د پېرودونکو هېوادونو برښنا له پرچاوۍ سره مخ وی.
میوندی څرګنده کړې، چې د ستونزې د هواری په موخه یې د ترکمنستان د وارداتی برښنا یو سرکټ له کابل سره نښلولی دی.
د افغانستان ډېره برښنا له ګاونډایو هېوادونو د قراردادونو پر بنسټ را واردېږی، چې وخت ناوخته هلته د ستونزې له پېښېدو دلته هم د برښنا پرچاوی را منځ ته کېږی.
گهیځ