کابل ته د مولانا فضل الرحمان احتمالی سفر به څه پایلې ولری؟

څو ورځې کېږی چې رسنۍ کابل ته د پاکستان د یوه مشهور سیاسی او مذهبی مشر مولانا فضل الرحمن د احتمالی سفر په اړه خبرونه او راپورونه خپروی او ویل کېږی چې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته په پاکستان کې د افغان حکومت ډیپلوماتانو دا بلنه رسولې ده.

د افغانستان د اوسنی حکومت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد په کابل کې له دولتی رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې مولانا فضل الرحمن کولای شی د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهای له منځه یوسی او کولای شی په دې برخه کې مهم رول ولوبوی.

نوموړی همدارنګه ویلی دی چې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر ته لدې امله بلنه ورکړل شوې چې کابل ته راشی تر څو د افغانستان د خلکو او دولت په اړه د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسی او لدې لارې د پاکستان له خلکو سره ځینې واقعیتونه شریک کړای شی.

که څه هم تر اوسه دا نده څرګنده چې مولانا فضل الرحمن کابل ته د سفر په اړه د افغان حکومت دغه بلنه منلې ده که نه؟ خو پدې وروستیو کې د پاکستان کورنیو حالاتو او همدارنګه د کابل –اسلام آباد ترینګلیو اړیکو ته په کتو داسې نه ښکاری چې کابل ته به د مولانا فضل الرحمن احتمالی سفر به د دغه دواړو هېوادو تر منځ ترینګلې اړیکې سمې کړای شی یا به پدې تړاو کومه خاصه ونډه ولوبولای شی.

د کابل- اسلام آباد تر منځ اړیکې او د هغې ترینګل توب یوازې د نن خبره هم نده خو هغه اټکل چې دا اړیکې به په کابل کې د طالباننو تحریک په حکومت کې سمې او خوږې شی، ځکه په حقیقت بدل نشو چې د پاکستان حکومت او د دې هېواد پوځ هېڅ کله نه غواړی په افغانستان کې یو خپلواک او په خپله خوښه د اړیکو درلودونکی حکومت واکمن وګوری.

پاکستان لوری پر افغان لورې د خپلو ناروا او غیر قانونی غوښتنو د منلو او تپلو لپاره له کلونو کلونو بېلابېلې حربې کارولې دی، پدې لار کې یې د چل، دوکې او فریب هر ډول حربې کارولې دی، خو چې کله مأیوسه شوی نو بیا یې د زور او فشار لاره خپله کړې ده چې په وروستیو کې په هغه ملک کې د میشته افغان ک‌ډوالو را ایستنه او پر هغوی د جبر او تشدد تحمیلول یې یوه ښه بېلګه ګڼلای شو.

بل اړخ ته کابل ته د مولانا فضل الرحمن د احتمالی سفر له خبرونو سره یوځای، په کابل کې د امریکایی یرغلګرو د شتون پر وخت دلته د ګوډاګی حکومت د ملی امنیت د لوی رییس رحمت الله نبیل هغه څرګندونې چې دلته د امریکایی ځواکونو د شتون پر وخت د هغه وخت واکمنو دغه پاکستانی سیاست وال او مذهبی مشر ته د دې لپاره “میلیونونه” ډالر ورکړی وو ترڅو پر افغان طالبانو له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانی طالبانو یو شمېر مشران له دوی سره د سولې خبرو ته راضی کړی.

دا چې د نبیل دا څرګندونې څومره رښتیا او څومره دروغ دی، ځان ته بېل بحث دی او پدې کرښو کې یې نه ارزوو، خو یو څه چې څرګند دی هغه دا دی چې د پاکستان ځینی سیاسی او مذهبی مشران تل د افغانستان په مسایلو کې دخیل وو او همېشه یې دلته له خپل اثر او نفوذ څخه ګټه پورته کړې خو دا هم یو تریخ واقعیت دی چې د پاکستان دغه سیاسی او دینی مشرانو تل د پاکستان ګټو ته لومړیتوب ورکړی او تل یې هڅه کړې په افغانستان کې د پاکستانی چارواکو او د دوی په اصطلاح د ستبلشمنت او پوځی استخباراتی کړیو ګټې او اهداف دلته عملی کړی او پر افغان لوری یې وتپی.

د افغانانو او په تېره بیا په پاکستان کې د مهاجرت د شپو ورځو تېرو کړو افغان وګړو او علمی کدرونو په ذهنونو کې اوس دا موضوع ښه روښانه شوې چې نه یوازې پاکستانی واکمن او د دې هېواد سیاسی ګوندونه چې آن د دې هېواد مذهبی سیاسی کړۍ نشی کولای یا نه غواړی د پوځ او پوځی واکمنو له خوښې پرته کوم ګام پورته کړی.

دا لړۍ زمونږ په ګاونډی هېواد کې نوې هم نده، له کلونو کلونو راپدېخواه روانه ده او اوس نو له  هېچا پټه هم نده چې پاکستان او واکمن یې پر افغانانو د فشار راوړلو څخه کومې موخې ترلاسه کول غواړی؟

له همدې امله ده چې کابل ته د ښاغلی مولانا فضل الرحمن احتمالی سفر ته په کتو آزاد شنونکی او د پېښو څارونکی خوشبین ندی او د دې امید ترې نه لری چې ښاغلی مولانا به وکولای شی د کابل- اسلام آباد دوه اړخیزه اړیکې د افغانستان د ملی منافعو په پام کې نیولو سره ورغوی او یا دې پدې تړاو کوم رغنده رول ولوبوی.

دا باید هېر نه کړو چې زمونږ د بهرنیو اړیکو سر ټکی لکه څه ډول چې د ټولو پاکستانی سیاستوالو شعار ( تر ټولو لومړی پاکستان) دی، باید زمونږ هم تر ټولو لومړی افغانستان وی او که داسې ونکړو نو هېڅکله به د شریرو ګاونډیانو او پراختیا غوښتونکو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو له اسارت څخه خلاص نشو. والسلام

ـــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.