ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د رییسالوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو_ملتونو عالی کمېشنرۍ له مرستیالې کیلی کلیمینټس سره په لیدنه کې ویلی، اوس د تېر په پرتله د کډوالو بېرته راستنېدو ته ښه زمینه برابره ده او په رڼه توګه مرستې ور رسېږی.
دا راپور ملی راډیو ټلویزیون د رییس الوزراء د سیاسی مرستیال د دفتر په حواله خپور کړی.
مولوی عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په شمول د ټول افغان ولس بشری حقونه خوندی دی.
د مېرمن کیلی په وینا؛ افغانستان رو ته لومړیتوب لری او ژمن دی، چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
گهیځ