ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۲۳مه او د اپرېل ۱۲مه نېټه ده) د کابل ښاروالۍ په یوه یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د بییو د کنټرول کمیسیون خپل فعالیتونه پیل کړی او په دې برخه کې هر اړخیزه څارنه دوام لری.
سرچینه وایی دوی به د احتکار او بییو کې د خپلسرۍ مخه نیسی او چا ته به اجازه ور نه کړی چې له ټاکلو نرخونو هاخوا پلور او پېر ولری.
د کابل ښاروالۍ پر سوداګرو غږ کړی چې نرخنامې مراعات کړی او د روژې په مبارکه میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره له انصاف کار واخلی.
دغه ادارې په وروستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلو برخو کې ځینې هټۍ او سوپر مارکېټونه هم د نرخونو د لوړوالی له امله تړلی دی.
گهیځ