کابل ښاروالۍ د نوی کال په رارسېدو سره د نیالګیو کېنول پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیالګیو کېنولو پړاو نن د کابل ښاروالۍ له لوری په یاد ښار کې پیل شو، چې تر راتلونکو څو ورځو به دوام وکړی.
د کابل ښاروال عبدالرشید بلوچ، چې ډېر شمېر کابل ښاریانو یې ملتیا کوله، نن د کابل ښار په وزیر اکبرخان تپه باندې په خپل لاس د نیالګی په کېنولو سره دغه لړۍ پیل کړه.
کابل ښاروالی وایی، چې په ۱۴۰۲ کال کې به شپږ لکه نیالګی د کابل ښار د ښکلا او غوره چاپېریال د رامنځته کولو په موخه بېلابېلو سیمو کې کېنول شی.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو هم غوښتی چې د نیالګیو په ساتنه او اوبه ورکولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړی.
تر دې وړاندې هر کال دغه ډول نیالګی کېنول شوی، خو وروسته بیا ګڼ شمېر یې د نه پاملرنې له امله بېرته وچ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.