کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکی په راروان ژمی کې د هوا ککړېدو ته اندېښمن دی.
روغتیا پالان هم د هوا ککړتیا د بېلابېلو ناروغیو لامل ګڼی، چې په وینا یې د مخنیوی لپاره یې باید حکومت او خلک په ګډه لاس په کار شی.
بل لور د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولین وایی، دغه اداره د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره د روان لمریز کال د تلې له لومړۍ د کب میاشتې تر پایه شپږ میاشتنی پلان عملی کوی.
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د مسوولینو په وینا، دا پلان درې برخې لری چې له اړوندو ادارو سره همغږی، عامه پوهاوی، عملیات او د اپارتمانونو او حمامونو څارنه په کې شامله ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ