کابل ښار کې د زړو او دود کوونکو نقلیه وسایطو جوازسیر قید کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې ویلی، چې په کابل ښار کې د زاړه وسایطو جواز سیر چې له عادی حالت څخه ډېر دود کوی، قید کیږی.
دغه وزارت زیاته کړې، د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوی په موخه د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ترافیکو ریاست په ګډې همکارۍ، د کابل ښار په مختلفو سیمو کې چې ګڼ مېشتې دی، د زړو او دودکوونکو وسایطو د څارنې لپاره ۱۳ چک پاینټونه جوړ کړی، چې هره ورځ په ټاکلی وخت کې زاړه وسایط چې له عادی حالت څخه زیات دود کوی، درول کیږی او له موټر چلوونکو څخه جواز سیر تر هغې پورې قید کیږی، تر څو چې یې د خپلو وسایطو ماشینونه نه وی جوړ کړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پروسې د څارنې په موخه د دود کوونکو او زړو وسایطو د درولو کمېټې غړو چې مشری یې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې پر غاړه ده، تېره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دود کوونکو او زړو وسایطو د توقف له چک پاینټونو څارنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.