کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل پوهنتون مسوولینو او یو شمېر چارواکو د”اوبه ملی شتمنی ده او ساتنه یې د ټولو مسوولیت دی” تر عنوان لاندې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
د یادې غونډې ګډونوالو تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو څخه اندېښنه ښودلې او ویلی دی، چې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کاله کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵متره ښکته شوې.
د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځی آمر اسدالله رحمتزی له اړوندو ادارو غوښتی چې پلازمېنه کې تر ځمکې لاندې اوبه مدیریت کړی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیایی سازمان د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلی وو، ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ