معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

کابل کې د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوې ده.

دې غونډه کې له ازبکستان څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت معین مامدوف ګډون کړی دی.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دې ناسته کې د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستیک، ساختماني توکو، کاني توکو او هایدروکاربن ذخیرو کې د جیولوجیکي اکتشافي چارو د ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د سمنټ تولید پروژې د میکانیزم پر تطبیق خبرې شوې دي.

دغه راز د سیمه ییزې همکارۍ، د ورېښمو له نوې لارې څخه د ګټورې استفادې پر کولو، اوسپنې پټلۍ او ایکو اقتصادي سازمان کې د افغانستان بېرته فعال حضور په موضوع هم بحث شوی.

د یادونې ده، چې دې ناسته کې د دوامداره ناستو او د راتلونکې ناستې د وخت او ځای او د درې واړو هېوادونو د دایمې کاري ډلې په اړه هوکړې هم شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس