کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوې ده.
دې غونډه کې له ازبکستان څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت معین مامدوف ګډون کړی دی.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، دې ناسته کې د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستیک، ساختمانی توکو، کانی توکو او هایدروکاربن ذخیرو کې د جیولوجیکی اکتشافی چارو د ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د سمنټ تولید پروژې د میکانیزم پر تطبیق خبرې شوې دی.
دغه راز د سیمه ییزې همکارۍ، د ورېښمو له نوې لارې څخه د ګټورې استفادې پر کولو، اوسپنې پټلۍ او ایکو اقتصادی سازمان کې د افغانستان بېرته فعال حضور په موضوع هم بحث شوی.
د یادونې ده، چې دې ناسته کې د دوامداره ناستو او د راتلونکې ناستې د وخت او ځای او د درې واړو هېوادونو د دایمې کاری ډلې په اړه هوکړې هم شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ