ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۹مه او د مۍ میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانېسته.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی رسنیو ته ویلی، چې ایرانی سوداګر کابل ته راغلی وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ.
د الکوزی په وینا له دې مخکې په غیر رسمی ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې خو په ګڼو برخو کې یې د ستونزو د هواری امکانات نه وو.
هغه هیله وښوده، چې د افغان او ایرانی سوداګرو حقوقی او تخنیکی ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شی.
الکوزی ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او له ایران سره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو یاده کړه.
گهیځ