کابل کې د امریکا د سفارت د یوې برخې د کار پیلېدو په اړه خبرې روانې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د افغان لوری او قطر کې د افغانستان لپاره د پرانیستل شوی امریکایی سفارت ترمنځ خبرې روانې دی، څو کابل کې د امریکا د سفارت یوه برخه کار پیل کړی.
د دغو ناتایید شویو خبرو د جریان په اړه ګهیځ نیوز اطلاعات ترلاسه کړی دی.
افغانستان باندې د اوسنی حکومت تر واکمن کېدا وروسته امریکا د افغانستان لپاره خپل سفارت په قطر کې پرانیست، چې تر اوسه له هماغه ځایه د افغانستان په تړاو خپلې چارې مخته بیایی.
کابل کې د امریکا د سفارت د یوې برخې د کار پیلېدو خبره په داسې مهال کیږی، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوسنی حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه بحث او خبرې کړې وې.
هېره دې نه وی چې رسمی سرچینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.