کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
یو شمېر سرچینو ویلی، چې ناپېژاندو وسلوالو تېره ورځ د کابل امیری کمپلکس روغتون رییس حاجی نجیب الله امیری تښتولى دى.
دغو سرچینو ویلی، امیری د سهار لمانځه د ادا کولو لپاره له خپل کوره وتلى و، چې قمبر څلور لارې کې ورته څلور تنه وسلوال ووتل او نوموړی یې وتښتو.
رسمی سرچینو تر دا دمه د نوموړی د تښتول کېدو په اړه څه نه دی ویلی.
تر دې وړاندې یو شمېر کسان چې د پیسو لپاره تښتول شوی و، ځینې یې د حکومت تر هڅو وروسته د دوی له لوری د تښتوونکو تر نیول کېدو وروسته آزاد کړی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ