کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د چاودنې راپورونه ورکول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده.
راپورونه زیاتوی چې دغه بمی چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې خارجه وزارت کې دننه د چینایی مېلمنو سره غونډه روانه وه.
خو یو شمېر اشخاصو د وزارت خارجې د ویاند له قوله وزارت کې دننه له چینایی وګړو سره د غونډې موضوع رد کړې ده.
الجزیرې شبکې ویلی، دغه چاودنه کې خلکو ته مرګ_ژوبله هم اوښتې، خو تر اوسه یې دقیق شمېر نۀ دی په ډاګه شوی.
تر اوسه د چاودنې د نوعیت او مسوولیت اخیستو په اړه چا څۀ نۀ دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.