کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی استوګنیز ښارګوټی جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی استوګنیز ښارګوټی جوړوی.

د خبر پر بنست په دې اړه د استوګنیز ښارګوټی توپوګرافی مطالعات هم بشپړ شوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دا ښارګوټی د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره جوړیږی، چې د جوړېدونکی استوګنیز ښارګوټی د توپوګرافی مطالعاتو پروسه یې هم بشپړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره جوړیږی او ټاکل شوې، چې پر ۳۷۱.۵ جریبه ځمکه د دارالامان په سیمه کې ورغول شی.

یاد ښارګوټی به د نړیوالو معیارونو پر اساس ډیزاین او جوړ شی، چې د بهرنیو ډیپلوماټانو د استوګنې لپاره به هر اړخیزې اسانتیاوې په کې برابرې وی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.