کابل/ګهیځ/: نن شنبه (د تلې/میزان ۹ او د اکټوبر میاشتې لومړۍ نېټه ده) کابل کې په کاج ښوونیز مرکز د تېرې ورځې برید ته په غبرګون کې نن یو شمېر نجونو او مېرمنو لاریون کړی.
معترضو لاریونوالو د برید غندنه او د هزاره توکمو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.
تېره ورځ د کابل په دشت برچی سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز دننه د ازمایښتی کانکور اخستو پر مهال، چې زیاتره یې نجونې وې او د خپل راتلونکی لپاره یې د ټاکل شوې موخې لپاره ځان ارزوه، برید وشو.
په کابل کې حکومتی چارواکو په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې ۱۹ تنه وژل شوی او ۲۷ نور ټپیان دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا د ۳۲ تنو وژل شویو انځورونه خپاره شوی چې ۳۰ یې نجونې او ۲ یې هلکان دی.
له همدې کبله د اعتراض په ډول راټولې شوې مېرمنې، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، نن شنبه اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) د «هزازه وګړو نسل وژنه بنده کړئ» «نسل وژنه جنایت دی، چوپتیا خیانت دی» تعلیم، کار او ازادی ابادی ده» شعارونه ورکول.
د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون دننه هم لسګونو نجونو چې د همدې پوهنتون محصلینې وې، د پوهنتون د انګړ دننه په کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو په تړاو اعتراض کړی.
خو معترضینو رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې امنیتی ځواکونو او دننه د پوهنتون چارواکو یې د مخنیوی او د دوی د پاشلو هڅه کوله.
پرون سهار مهال د کابل په لویدیځ دشت برچی کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید وشو خو د برید په تړاو معلومات یوه خوله نه دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایی، د دې ښوونیز مرکز دننه ځانمرګی برید شوی، خو د پېښې عینی شاهدانو ویلی، څو تنو برید کوونکو لومړی د کورس ساتونکی په ډزو وویشتل او بیا دننه ولاړل چې وروسته چاودنه وشوه.
تر دا مهال د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخستی.
په کابل کې د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید لوی وحشت بللی او څرګندوی چې په کلکو ټکو یې غندی او ژمنه یې کړې، چې د پېښې د عاملینو په پیدا کولو او مجازات کولو کې به پاخه ګامونه واخلی.
گهیځ