کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
تېره ورځ مازیګر مهال د بهرنیو چارو وزارت مخته شوې چاودنه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو او کورنیو چارواکو له خوا غندل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره یو ټویټ پیغام کې دلته د ناامنیو ډېرښت د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه پیغام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالي ترسره کول حل لاره نه ده.
په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو چارترس هم د دغه برید په غندلو کې ویلي، بریتانیا دا ډول بې رحمانه تاوتریخوالی په کلکه ردوي.
په کابل کې د ایران سفارت یو پیغام کې دغه پېښه خواشینونکې بللې او د دغې پېښې له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خپله غمرازي شریکه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو پیغامونو کې دغه پېښه د نه بخښلو وړ جنایت او د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بللی دی.
اعماق خبري آژانس چې له داعش ډلې سره تړاو لري، په یوه بیان کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
له دې پېښې څو ساعته وروسته دې خبري آژانس د یوه نقاب پوشه کس انځور خپور کړ، چې ادعا یې کړې، برید د خېبر الکندوزي په نوم د دغې ډلې د یوه غړي له خوا ترسره شوی دی.
رویټرز خبري آژانس د افغان حکومت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او د کابل د ایمرجنسي روغتون د شمېرو له مخې یوازې دوی ته ۴۰ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/