کابل کې د تېرې ورځې خونړی برید چې داعش یې مسوولیت منلی، په لویه کچه غندل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
تېره ورځ مازیګر مهال د بهرنیو چارو وزارت مخته شوې چاودنه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو او کورنیو چارواکو له خوا غندل شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر یا یوناما د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره یو ټویټ پیغام کې دلته د ناامنیو ډېرښت د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه پیغام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی دفتر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د تاوتریخوالی ترسره کول حل لاره نه ده.
په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو چارترس هم د دغه برید په غندلو کې ویلی، بریتانیا دا ډول بې رحمانه تاوتریخوالی په کلکه ردوی.
په کابل کې د ایران سفارت یو پیغام کې دغه پېښه خواشینونکې بللې او د دغې پېښې له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خپله غمرازی شریکه کړې ده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او په تېر حکومت کې د ملی مصالحې د عالی شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو پیغامونو کې دغه پېښه د نه بخښلو وړ جنایت او د اسلامی او بشری اصولو خلاف عمل بللی دی.
اعماق خبری آژانس چې له داعش ډلې سره تړاو لری، په یوه بیان کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته د خونړی ځانمرګی برید مسوولیت منلی دی.
له دې پېښې څو ساعته وروسته دې خبری آژانس د یوه نقاب پوشه کس انځور خپور کړ، چې ادعا یې کړې، برید د خېبر الکندوزی په نوم د دغې ډلې د یوه غړی له خوا ترسره شوی دی.
رویټرز خبری آژانس د افغان حکومت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دغه ځانمرګی برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوی او د کابل د ایمرجنسی روغتون د شمېرو له مخې یوازې دوی ته ۴۰ تنه ټپیان وروړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.