کابل کې د جګړې قربانیانو لپاره ځانګړی شوی ۴ سوه بستریز روغتون عمومی شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت دفاع وزارت ویلی، کابل کې هغه څلور سوه بستریز روغتون چې مخکې یواځې د جګړۍ قربانیانو لپاره ځانګړی شوی و، تر دې وروسته به د ټولو افغانانو لپاره په یوه مجهز روغتیایی مرکز بدل شی.
رسنیو د ملی دفاع وزارت د ستر درستیز روغتیایی قوماندان ډاکټر محمد طاهر احرار له قوله خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به په دغه څلور سوه بستریز روغتون کې د هډوکو نښلولو برخه هم فعاله شی.
افغانان له لسیزو راهیسې خپل هېواد کې د کمزورو صحی خدماتو له امله سر ټکوی، چې له همدې امله هر کال زرګونه افغانان له هېواده بهر نورو ملکونو ته د درملنې لپاره ورځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.