کابل کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې کابل کې د روسیې سفیر ډېمیټری ژیرنوف د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره لیدلی دی.
نوموړی دغه ټویټ کې زیاته کړې، په دغه ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سیاسی، امنیتی، اقتصادی او نورو هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې.
د ده په خبره د بهرنیو چارو وزیر ویلی، افغانستان لېواله دی چې له روسیې سره خپلې سیاسی او اقتصادی اړیکې پراخې کړی.
نوموړی روسی استازی ته په افغانستان کې د امنیت ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.
د مرستیال ویاند له قوله د روسیې سفیر هم د دواړو هېوادونو پر نژدې اړیکو ټینګار وکړ او په راتلونکی کې یې په ګڼو برخو کې د دولتی پلاوو د تګ_راتګ په موخه چمتووالی وښود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.