کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرینا هوټلونو ادارې په یوه خبرتیا کې اعلان کړی، چې له نن شنبې (د سلواغې ۱۳مې) څخه یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولی دی.
دوی.د بندېدو لامل نه دی څرګند شوی، خو زیاته کړې یې ده چې د هوټل چارې بلې ادارې ته سپاری.
یاد هوټل ویلی، چې په نهو نورو هېوادونو کې به یې خدمات د پخوا پڅېر دوام ولری.
کابل سرینا هوټل له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې فعالیت درلود، چې د لوړپوړو نړیوالو او کورنیو چارواکو او نړیوالو بنسټونو د دفترونو کوربه و.
افغان حکومت تر دې دمه په دې تړاو رسمی غبرګون نه دی ښودلی.
دغه هوټل کې د نظام له بدلون وروسته ګڼ شمېر هغه خلک دېره وو، چې امریکا ته د تللو لپاره یې کیسونه په جریان کې وو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ