معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د سعو‌دي سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي

کابل کې د سعو‌دي سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي.

د خبر پاڼې له مخې دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو بحث او خبرې شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر له سعودي عربستانه غوښتي چې افغانانو ته د حج او عمرې سهمیه ډېره کړي او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

په ورته مهال خبرپاڼه کې د البقمي له قوله لیکل شوي چې کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د فعالیت بېرته پيلېدو موخه دغه هېواد کې له ټولو شته ظرفیتونو استفاده ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس