کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په کابل کې د سعودی عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمی د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلی.
د خبر پاڼې له مخې دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په سعودی عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلی خدمتونو پر وړاندې کولو بحث او خبرې شوی.
خبرپاڼه کې راغلی، سرپرست وزیر له سعودی عربستانه غوښتی چې افغانانو ته د حج او عمرې سهمیه ډېره کړی او په سعودی عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلی خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاری وکړی.
په ورته مهال خبرپاڼه کې د البقمی له قوله لیکل شوی چې کابل کې د سعودی عربستان د سفارت د فعالیت بېرته پیلېدو موخه دغه هېواد کې له ټولو شته ظرفیتونو استفاده ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ