کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د سعودی عربستان سفیر فیصل طلق البقمی د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سره په یوه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړی.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په دې کتنه کې حـ ـقانی د سعودی سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.
بلخوا د سعودی عربستان سفیر ژمنه کړې، چې د افغان حکومت سره به اړیکې لا پراخې کړی او د کابل او ریاض ترمنځ ګډ اسلامی او کلتوری ارزښتونو پر بنسټ به همکارۍ ته دوام ورکړی.
دغه کتنه په داسې مهال کیږی، چې څه موده وړاندې د اوسنی افغان حکومت او سعودی ترمنځ پر ځینو پټو مسایلو اړیکې ترینګلې شوې وې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ