کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د پانګونې بینالوزارتی کمېټې د نوبتی ناستې پرمهال کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید او د اجرا وړ بلل شوې.
د خبر پر بنسټ د پانګونې بینالوزارتی کمېټې نوبتی ناستې ته په کابل، سرپل او جوزجان کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې د یادې کمېټې تر هر اړخیز بحث وروسته په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادی کمېسیون ته وړاندې شوه.
دغه راز په سرپل او جوزجان کې هم د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره جلا – جلا کمېټې وټاکل شوې، چې خپل راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بینالوزارتی کمېټې ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ