کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل ښار کې راټولې شوې شمېرې ښیی، چې د تېرو ورځو په پرتله اوس د نفتی توکو بیې شاوخوا لس سلنه راکمې شوې دی.
د راټولو شویو معلوماتو له مخې، یو لېټر پټرول له ۶۵ څخه ۶۱ افغانیو ته، یو لېټر ډیزل له ۶۶ څخه ۶۰ افغانیو ته او د یو کیلو اوبلن ګازو بیه له ۵۸ څخه ۵۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.
د کابل ښار اوسېدونکی د نرخونو له کمېدو خوښ دی او له حکومته غواړی، چې د خوراکی توکو د بیو کنټرول ته لا زیاته پاملرنه وکړی.
د نرخونو دا کمښت وروسته له هغې راغلی، چې پنځه ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ د احتکار مخنیوی او د لومړنیو توکو د نرخونو کنټرول کمېسیون نوې نرخنامې ترتیب کړې او له ټولو پلورنځیو یې وغوښتل، چې د هغې په تطبیق کې له حکومت سره همکاری وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ