کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ويلي، په پام کې ده چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي.
د دوی په خبره دا پروګرام دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه به یې له اړوندو ادارو او د کارخونو له مسوولینو سره همغږي او دوهمه برخه به یې د رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه وي.
د کابل اوسېدونکي وايي، دوی د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا له امله له بېلابېلو ستونزو او ناروغیو سره مخ کیږي چې مسوولینو باید د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره سر له اوسه لاس په کار شي.
د یادونې ده، چې په ژمي کې ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو او برېښنا ته د نه لاسرسي له امله د کم کېفیته سون توکو څخه کار اخلي، چې تر ډېره بریده د هوا د ککړتیا لامل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/