کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوی لپاره ۶ میاشتنی پروګرام پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ویلی، په پام کې ده چې د هوا ککړتیا مخنیوی لپاره شپږ میاشتنی پروګرام پیل کړی.

د دوی په خبره دا پروګرام دوه برخې لری، چې لومړۍ برخه به یې له اړوندو ادارو او د کارخونو له مسوولینو سره همغږی او دوهمه برخه به یې د رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوی ورکړه وی.

د کابل اوسېدونکی وایی، دوی د ژمی په موسم کې د هوا ککړتیا له امله له بېلابېلو ستونزو او ناروغیو سره مخ کیږی چې مسوولینو باید د دغې ستونزې د مخنیوی لپاره سر له اوسه لاس په کار شی.

د یادونې ده، چې په ژمی کې ډېری کورنۍ د اقتصادی ستونزو او برېښنا ته د نه لاسرسی له امله د کم کېفیته سون توکو څخه کار اخلی، چې تر ډېره بریده د هوا د ککړتیا لامل کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.