کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دې ریاست په کابل کې د درې نویو څانګو نوم لیکنه د انلاین سیستم له لارې پیل کړه.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، ټول هېوادوال کولی شی، چې اوس مهال په کابل کې د درې نویو څانګو لپاره انلاین نوملیکنه وکړی او خپل غوښتنلیکونه ثبت کړی.
پاسپورټ ریاست ویلی، د نوم لیکنې له بشپړولو سره هم مهاله به ټولو غوښتونکو ته د مراجعې تاریخ د سیسټم له لارې مشخص شی او ټول غوښتونکی باید د افغانستان بانک کې د تعرفې له تحویلولو وروسته په خپل مشخص شوی تاریخ اړوندې څانګې ته مراجعه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ