کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د یو شمېر مخورو، دیني عالمانو، د ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو له استازو سره کتلي دي.
د خبر پر بنسټ، په دې ناسته کې د کابل ښار د ناحیو استازو په کابل ښار کې د څښاک اوبو کموالی جدي ستونزه بللې او د کابل ښار پراختیا، د پاکو اوبو برابرولو او د کابل ښاریانو او سرپرست حکومت ترمنځ د همکاريو او ګډو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار کړی دی.
سیاسي مرستیال دغه غونډه کې ویلي، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د سرپرست حکومت له لوري یې د حل لپاره هڅې پيل شوي او کابل ته د پاکو اوبو د را لېږد لپاره به کار وشي، چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې په اړه هم بحثونه شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/