کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د یو شمېر مخورو، دینی عالمانو، د ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو له استازو سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ، په دې ناسته کې د کابل ښار د ناحیو استازو په کابل ښار کې د څښاک اوبو کموالی جدی ستونزه بللې او د کابل ښار پراختیا، د پاکو اوبو برابرولو او د کابل ښاریانو او سرپرست حکومت ترمنځ د همکاریو او ګډو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار کړی دی.
سیاسی مرستیال دغه غونډه کې ویلی، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدی او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د سرپرست حکومت له لوری یې د حل لپاره هڅې پیل شوی او کابل ته د پاکو اوبو د را لېږد لپاره به کار وشی، چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې په اړه هم بحثونه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ