کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د چین سفیر، جاو شینګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې سفیر ویلی، له سېلاب ځپلو سره د دغه هېواد د مرستو دوهمه جوپه به د روان زېږدیز کال تر جولای میاشتې کابل ته راورسیږی.
سرپرست وزیر په دغه کتنه کې هېواد کې له وروستیو سېلاب ځپلو، راستنېدونکو افغانانو او د طبیعی او غیر طبیعی پېښو له امله بې ځایه شویو سره د کور جوړونې، کارموندنی او زده کړو په برخه کې د چین د مرستو غوښتنه کړې.
په دغو سیمو کې د اورښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملی مترو پورې ښودل شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ