کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په کابل کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار تر نامه لاندې جوړه شوې ناسته په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده.
د خبر پر بنسټ، دغه ناسته کې د هند شارژدافیر ویلی، دوی افغانستان کې د هر هغه کوښښ ملاتړ کوی چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لامل کیږی.
دغه راز د اندونیزیا استازی ویلی، چې اوسنی افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځی.
په دغه ناسته کې د ترکیې هېواد سفیر ویلی، دوی له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پالیسی لری.
دغه راز یاده غونډه کې د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو د استازو ترڅنګ د ۱۱ نورو ګاونډیو او د سیمه ییزو هېوادونو استازو افغانستان سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
تر دغې ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزیر د خبری ناستې په ترڅ کې د ناستې جزیات له رسنیو سره شریک کړل.
نوموړی وویل، چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وبله او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو هغو حرکتونو مخنیوی دې وشی، چې په سیمه کې تاوتریخوالی ته زمینه برابروی.
متقی همدا راز زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې د اقتصادې ودې لپاره لویو اقتصادی پروژو لکه ټاپی، ټاپ، کاسا زر، د اوسپنې پټلۍ پروژو د عملی کارونو په پیل باندې هم په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ