معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې له زېړي ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل کې له زېړي ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې له تور زېړي ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې که څه هم اوس‌ مهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پېژندنې مراکز موجود دي او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمات تر سره کیږي، په نږدې راتلونکي کې به په لسو نورو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مرکزونو پرانیسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې د ژېړي ناروغۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، خو په خبره یې چې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډېر کسان په ژېړي اخته شوي دي.

د هغه په خبره تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د شاوخوا ۱۵ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره د بي هیپاټیټیس ناروغان او ۱۳۰۰ د سي هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس