کابل کې له زېړی ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې له تور زېړی ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلی، چې که څه هم اوس‌ مهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پېژندنې مراکز موجود دی او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمات تر سره کیږی، په نږدې راتلونکی کې به په لسو نورو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مرکزونو پرانیسته وکړی.

نوموړی زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې د ژېړی ناروغۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، خو په خبره یې چې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډېر کسان په ژېړی اخته شوی دی.

د هغه په خبره تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د شاوخوا ۱۵ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره د بی هیپاټیټیس ناروغان او ۱۳۰۰ د سی هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.