کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د دولتی ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون په کابل کې له ۵۵زره جریبو زیاته غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړې ده.
د مسوولینو په خبره د دغو ځمکو ډېره برخه د کابل ښار په ملاتره خېل ښارګوټی، نادرخان غونډۍ او ده کیپک تپه کې وه.
د خبرپاڼې له مخې د ځمکو د غصب د مخنیوی کمېسیون په کابل کې د ښارګوټو د ارزولو په حال کې دی او غصب شوې ځمکې تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوی.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوی، چې د میرویس، سید جمال الدین او ځاځی ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تثبیت شوې او مالکان یې کولای شی، د ودانیو جوړولو چارې پیل کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ