کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المرصاد په نوم یوې حکومت پلوه رسنۍ ویلی، د افغان حکومت ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعـ.ـش هغه ډله نیولې، چې غوښتل یې د اهل تشیع هېوادوالو پر مراسمو باندې برید ترسره کړی.
دې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دا ډله د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځانګړو ځواکونو عملیاتو پرمهال نیول شوې ده.
د دوی په وینا یادې ډلې سره په زیاته اندازه چاودېدونکی توکی، وسلې او مهمات هم وو، چې امنیتی ځواکونو ترې ترلاسه کړی دی.
المرصاد ویلی، د دې پټنځای مسوول یو افغان دی چې په ګاونډی خارجی هېواد کې اوسېده او د داعـ.ـش خراسان څانګې له لوری چې مرکز یې په بلوچستان کې دی، جذب شوی دی.
د دوی په خبره نیول شویو کې هغه داعـ.ـشیان هم شامل دی، چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل ښار په کوټه سنګی سیمه کې د اهل تشیعو پر موټر برید کړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ