کابل کې پر کاغذی غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر نن پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ ریاست سر له نن څخه یوازې کابل کې په افلاین بڼه یا پر کاغذی غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

د خبر پر بنسټ، د دغه ریاست رییس عبدالکریم حسیب ویلی، هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په بیړه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره یې دغه بهیر پیل کړ.

نوموړی زیاته کړې، چې کابل کې د دغې چارې بریالی کېدا سره به نورو ولایاتو کې هم ورته اقدام وکړی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکی بیا د پاسپورټ د وېش له ټکنی بهیره اندېښنه څرګندوی او وایی، له څو میاشتنی انتظار وروسته هم پر دې نه دی توانیدلی، چې پاسپورټ ترلاسه کړی.

دوی له پاسپورټ ریاسته غواړی چې دغه ستونزه حل کړی او په کابل کې د پاسپورټونو د وېش مرکزونه زیات کړی.

تر دې وړاندې د دغه ریاست رییس ویلی و، چې د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې به په کابل کې د پاسپورټ د وېش نور مرکزونه هم جوړ شی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.