معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

کابل کې ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د املاکو لوی ریاست له لوري د کابل بګرامیو ولسوالۍ د نساجې فابریکې ته څېرمه ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې ده.

د مالیې وزارت ویلي، د یاد وزارت اړوند دغه ځمکه له کلونو راهیسي د یو شمېر زرواکو له لوري غصب شوې وه، چې غیرقانوني کورونه په کې جوړ شوي وو.

د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، له غصب څخه په راګرځول شوې ځمکه غیرقانوني جوړ شوي کورونه ړنګ او ځمکه د غاصبینو له واکه ووتله.

مسوولین وایي، چې په یاده ځمکه باندې به ټولګټي پروژې پلي شي، چې ورسره به د سیمې د آبادۍ او ښکلا‌ ترڅنګ، یو شمېر هېوادوالو ته د کاري زمینې هم برابرې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس