کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د املاکو لوی ریاست له لوری د کابل بګرامیو ولسوالۍ د نساجې فابریکې ته څېرمه ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې ده.
د مالیې وزارت ویلی، د یاد وزارت اړوند دغه ځمکه له کلونو راهیسی د یو شمېر زرواکو له لوری غصب شوې وه، چې غیرقانونی کورونه په کې جوړ شوی وو.
د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، له غصب څخه په راګرځول شوې ځمکه غیرقانونی جوړ شوی کورونه ړنګ او ځمکه د غاصبینو له واکه ووتله.
مسوولین وایی، چې په یاده ځمکه باندې به ټولګټی پروژې پلی شی، چې ورسره به د سیمې د آبادۍ او ښکلا ترڅنګ، یو شمېر هېوادوالو ته د کاری زمینې هم برابرې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ