کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایی، چې له همکارو موسسو سره یې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت ویلی، دغه هوکړه لیکونه چې هېوادوالو ته د فنی او حرفوی زدهکړو، د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو څخه د ساتنې او بشری مرستو برخو کې له ۸ ملی او نړیوالو موسسو سره لاسلیک شوی، په عملی کېدو سره به یې کابل، کاپیسا، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې ۲ زره تنه هېوادوال برخمن شی.
سرچینه زیاتوی، چې پر همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یاد وزارت له همکارو موسسو غوښتی، چې خپل فعالیتونه دې له وزارت سره په نږدې همکارۍ او د پالیسۍ او اصولو مطابق ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ